د «mosqueedequebec»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مقابلې د (كبك) ولايت د جامع مسجد په همت، د الهی كلام حفظ او قرائت ته د مسلمانانو ماشومانو او ځوانانو د تشويقولو په موخه ترسره كیږی.
د دغو مقابلو ترسره كونكو اعلان كړی دی چې د ګډون كونكو د زده كړې د كچې د ارزولو په موخه به د هرې جمعې په ورځ د سطحې د ټاكلو امتحان اخيستې شی اود هرې مياشتې په پائې كښې به تكړه او غوره كسانو ته يو لړ انعامونه وركول كیږی.
همداراز د روان ميلادی كال په پائې كښې به هغو دريو كسانو ته چې ترټولو ښه امتيازونه ئې ترلاسه كړی وی، د عمرې د سفر د خرڅ او له ٥٠ نه تر ١٠٠٠ ډالرو پورې انعامونه وركړې شی.
دغه مقابلې به د روانې سلواغې د مياشتې له ١٢ نیټې څخه د (كبك) ولايت په جومات كښې پيل شی. 943295