IQNA

په عراق كښې د ائمه (ع) د احاديثو د حفظ مقابله ترسره كيدونكې ده

22:54 - January 30, 2012
د خبر لمبر: 2265198
بين المللی ډله: د عراق د (ناصريه) ښار دارالقرآن موسسه د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) په همكارۍ سره د ( څوارلسو معصومينو (ع) د احاديثو د حفظ) مقابله ترسره كوی.
د عراق د ناصريه ښار د دارالقرآن الكريم نومې موسسې مدير رعد عدنان شذر الناصری د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: دغه مقابلې د ايكنا نومی خبری آژانس او د ناصريه ښار د دارالقرآن الكريم نومې موسسې په همكارۍ سره د عراق په (ذی قار) نومی پوهنتون كښې ترسره كیږی.
دوی زياته كړه: په دغو مقابلو كښې د ګډون لپاره نوم ليكنه د روانې سلواغې د مياشتې له ١٦ نیټې نه پيلیږی او تر ٢٣ نیټې پورې به دوام ولری.
رعد عدنان شذر الناصری څرګنده كړه: د دغو مقابلو د ترسره كولو هدف د عراق په پوهنتونونوكښې د اسلامی فرهنګ خپرول او په ورځنی ژوند كښې د اهل بيتو (ع) له احاديثو نه ګټه اخيستل دی. 943319
captcha