IQNA

22:54 - January 30, 2012
د خبر لمبر: 2265199
بين المللی ډله: ( مراكش د اسلام پالو د كاميابۍ په سيوری كښې ) نومی غونډه د عربی نړۍ د موسسې په همت د راتلونكې پنجشنبې په ورځ د سلواغې د مياشتې په ١٣، د فرانسې په پلازمينه پيرس كښې ترسره كیږی.
د «pageshalal»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژنس (ايكنا) رپورټ له مخې: د سيمې په ځينو هيوادونو كښې د اسلامی بيدارۍ له پيليدو او په پارليمانی انتخاباتو كښې د اسلام پالو د كاميابۍ نه پس، د مراكش پاچا د خپل هيواد په اساسی قانون كښې يولړ بدلولونه راوستل چې بالآخره په دغه هيواد كښې د انتخاباتو د ترسره كيدو او پكښې د اسلامی ګوندونو د برياليتوب سبب شو.
په حاضر حال كښې د دغه هيواد اسلام پاله خلك په سياسی او اقتصادی برخو كښې د يولړ كړكيچونو سره مخ دی چې د دغو مسائلو حلول د خلكو ترمينځ د هغوی د محبوبيت د زياتيدو سره زياته مرسته كوې شی او په حكومت كښې به اسلام پال له مخكښې نه په زياته اندازه برخه وال كړی. 943464

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: