د ( نون ) نومې خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بحرين د علماو شوری په دغه بيانيه كښې ټينګار وكړ: د بحرين خلك به د آل خليفه د رژيم په لاس د وران شوی وروستی جومات تر بيارغاونې پورې په ډګر كښې خپل شتون جاری وساتی.
د وئيلو ده چې د بحرين خلكو په داسې حال كښې چې د وران شويو جوماتونو په ځائې كښې موجود وو، يو ځل بيا د خدای تعالی (ج) د كورونو په سپكاوی كښې د آل خليفه د رژيم جنايتونه وغندل او هغه ئې په اوسنی دوران كښې ترټولو ستر جنايتونه وبلل. 943403