IQNA

22:54 - January 30, 2012
د خبر لمبر: 2265200

د بحرين د خلكو انقلاب به د شيعه مسلمانانو د ټولو جوماتونو تر بيارغاونې پورې دوام ولری

بين المللی ډله: د بحرين د علماو شوری د يوې بيانیۍ په صادرولو سره اعلان وكړ: تر څو پورې چې د شيعه مسلمانانو له وران شويو جوماتونو څخه حتی يو مسجد هم له بيا رغاونې نه پاتې وی، د آل خليفه د رژيم پرخلاف د بحرين د خلكو ملی انتفاضه به دوام ولری.

د ( نون ) نومې خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بحرين د علماو شوری په دغه بيانيه كښې ټينګار وكړ: د بحرين خلك به د آل خليفه د رژيم په لاس د وران شوی وروستی جومات تر بيارغاونې پورې په ډګر كښې خپل شتون جاری وساتی.
د وئيلو ده چې د بحرين خلكو په داسې حال كښې چې د وران شويو جوماتونو په ځائې كښې موجود وو، يو ځل بيا د خدای تعالی (ج) د كورونو په سپكاوی كښې د آل خليفه د رژيم جنايتونه وغندل او هغه ئې په اوسنی دوران كښې ترټولو ستر جنايتونه وبلل. 943403

captcha