د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز العواميه یې نقلوی چې په دغو مظاهرو كښې ګډون كونكو چې نن د بحرين په مختلفو ښارونو كښې وشوې د حكومتی پوځيانو په حملې كښې د يوه نولس كلن ځوان په شمول ددغه هيواد د څلورو اعتراض كونكو وژله وغندله.
د بحرين مظاهره چيانو دغه راز د سياسی بنديانو د خوشی كيدا غوښتنه وكړه. د بحرين عسكرو دغه راز نن په مظاهرو كښې څو ګډون كونكی ونيول.
په بحرين كښې له تير ميلادی كال راهسې د ديكتاتور رژيم پرضد د خلكو پراخې مظاهرې پيل شوی چې اوس هم دوام لری.
د بحرين عسكرو د سعودی عربستان د عسكرو او د امريكې په ملاتړ سره مظاهره چيان په سخته ځپلی او دغه كار ته یې دوام وركړی.
په بحرين او يمن كښې د خلكو ځپل د امريكا، انګلستان او نورو اروپايی هيوادونو په اجازې سره دوام لری.
بل خبر دا چې د بخښنې نړيوالې موسسې ايمنسټی اينټرنيشنل د بحرين له واكمن رژيمه وغوښتل چې ټول سياسی بنديان خوشی كړی.
العالم ټيلی ويژن د بخښنې دنړيوالې موسسې ايمنسټی اينټرنيشنل په قول وويل له سياسی بنديانو سره د بحرين د واكمن رژيم د ځواكونو چلند غير قانونی دی او د بحرين رژيم بايد ټول سياسی بنديان خوشی كړی.
د بخښنې نړيوالې موسسې د انقلاب له پيليدا راهسې په بحرين كښې د زرګونو كسانو نيول كيدا ته اشاره وكړه او زياته یې كړه په بحرين كښې د ولسی اعتراضونو له پيل راهسې تراوسه درې زره كسان نيول شوی او اوه سوه یې اوس هم په زندان كښې دی او د هغوې شكنجه كول او ځورول اوس هم دوام لری.
944492