IQNA

( اسلام او نوی علمونه ) نومې كانفرنس په فرانسه كښې ترسره كيدونكی دی

23:10 - January 31, 2012
د خبر لمبر: 2266052
بين المللی ډله: اسلام او نوی علمونه نومې كانفرنس د ليون (Lyon) د ستر جومات په همت د را روان ١٣٩١ كال د ثور يا غوی د مياشتې په ٣٠ او ٣١ نیټه په فرانسه كښې جوړيدونكی دی.
د «mosquee-lyon»د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه دوه ورځنې سيمينار د ليون په ستر مسجد پورې د اړوندې د فرانسې د اسلامی تمدن موسسې د ٢٠١٢ كال د فعاليتونو په لړ كښې او د اسلام او نويو علومو ترمينځ د رابطې د بيانولو په موخه ترسره كیږی.
د دغه كانفرنس د بلنې په يوه برخه كښې څرګندونه شوې ده چې اسلام سربيره پر دې چې يو الهی دين دی، د مختلف علومو سرچينه هم ده او د مسلمانو پوهانو په بحثونو كښې د عقل، احساس او علومو ترمينځ رابطه په واضحه توګه ليدې شو.
د دغه بلن ليك په دوام كښې راغلی دی: د ځان او د هستۍ د نړۍ پيژندنه د نړۍ د پنځونكی په توګه د متعال خدای په پيژندلو ختمیږی. په دې حال سره په حاضر حال كښې څرنګه كوې شو د نويو علومو او د اسلامی تعليماتو ترمينځ رابطه رامينځته كړو؟ دا هغه پوښتنه ده چې مسلمان پوهان به ئې په دغه دوه ورځنی كانفرنس كښې ځواب وركړی. 943326

captcha