IQNA

اسلامی او سريانی فرهنګ د نجف په غونډه كښې وجاجول شو

23:10 - January 31, 2012
د خبر لمبر: 2266054
بين المللی ډله: په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ د فرهنګی پلازمينې په توګه د نجف اشرف د معرفی كولو په مناسبت، ( په نجف كښې د اسلامی او سريانی فرهنګی اړيكو څیړنه ) نومې علمی غونډه د عراق د شمال په ( عينكاوا ) ښار كښې وړمه ورځ ترسره شوه.
د (نون) نومی عراقی خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه علمی غونډه د سريانی د كلتور اوهنر د سترې ادارې په همت او د عراق د شمال په عينكاوا ښار كښې د كلدانی انجمن په همكارۍ او همداراز د اديبانو د اتحادیۍ په مساعدت او همكارۍ سره په نجف اشرف ښار كښې ترسره شوه.
په دغه علمی غونډه كښې د كوفې د پوهنتون استاذ «محمدباقر الكرباسی» په نجف كښې د اسلامی او سريانی فرهنګی روابطو د موضوع په هكله ويناوې وكړې او د دغه مقدس ښار هغه ځانګړتياوې ئې وڅیړلې چې د عراق له نورو ښارونو څخه دغه ښار ممتاز او ځانګړی كوی.
دوی ووئيل: نجف اشرف د ټولې نړۍ د مسافرانو منزل وو او په خپل تاريخی او تمدنی لرغونوالی پيژندل كیږی.
الكرباسی زياته كړه: دغه سپیځلی ښار د خپل جغرافيائی موقعيت او تمدنی مقام په وجه د عيسايانو د علاقې وړ او د كليسا د جوړيدو مركز هم وو.
دوی څرګنده كړه: په نجف اشرف ښار كښې د سريانی امت وجود څو زره كلن تاريخ لری او بې له شكه ئې پايداره ښكلا او دوام لرلی دی چې تراوسه پورې ليدل كیږی.
د كوفې د پوهتون استاذ په دوام كښې څرګنده كړه: په نجف اشرف كښې د مختلفو كلتورونو او عبادت ځايونو شتون په دغه ښار كښې د تاريخ په اوږدو كښې د ژورو فرهنګی او كلتوری اړيكو ښودونكی دی. 943314


captcha