IQNA

په سوریۍ باندې د تسلط لپاره د امريكې او اسرائيلو هڅه، مقاومت ته كوذار وركول دی

23:09 - January 31, 2012
د خبر لمبر: 2266062
بين المللی ډله: د اسلامی مذاهبو د نژديكت د نړيوالې ټولنې عمومی منشی ټينګار وكړ: امريكا او صهيونيسټی غاصب رژيم كوشش كوی چې د مينځنی ختیځ په سيمې او سوریۍ باندې په تسلط او غلبې سره د لبنان اسلامی مقاومت ته ګوذار وركړی خو دغه خوب به ئې پوره نه شی.
د «الانتقاد» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: آيت الله محمدعلی تسخيری د دغې خبری رسنۍ سره په مركه كښې ووئيل: مونږ د سوریۍ د حكومت او د دغه هيواد د ولسمشر بشاراسد هغه كوششونه چې په خپل هيواد كښې ئې د حقيقی اصلاحاتو د ترسره كولو لپاره ترسره كوی، تائيدوو.
دوی چې د لبنان د اسلامی مقاومت د مشرانو د شهادت د كليزې د مراسمو ترڅنګ ئې خبرې كولې ټينګار وكړ: د دغه شان مراسمو ترسره كول له مثبتو او ډيرو ښو برنامو څخه ګڼل كیږی.
آيت الله تسخيری زياته كړه: د اسلامی مقاومت شهيدان زمونږ له دوستانو څخه وو چې مونږ د هغوی په دوستۍ باندې وياړ كوو او هغوی د خپلې لارې د مشال روښانونكی ګڼو. 944119

captcha