د المنار خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) درپورټ له مخې: «غضنفر ركنآبادی» پرون په لبنان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت په سفارتخانه كښې د بشری حقوقو په زمينه كښې د يوشمير فعالو نړيوالو سازمانونو د مشرانو سره په كتنه كښې ووئيل: د اسرائيلو ګټې تراوسه پورې د فلسطين د مظلوم ولس د جائزو حقوقو په ورستنولو كښې يو اصلی خنډ دی.
دوی زياته كړه: هغه حل لاره چې د ايران اسلامی جمهوريت د فلسطين د مسئلې د نهائی حل لپاره وړاندې كړې ده، د دغې مسئلې او دهغو ټولو ستونزو د ختمولو لپاره يوازنۍ لاره ده چې سيمه ورسره په اوسنی دوران كښې مخامخ ده.
په لبنان كښې د ايران سفير په پائې كښې ووئيل: د ايران بهرنی سياست د اسلامی جمهوری اساسی قانون په چوكاټ كښې تنظيم شوی او تل د حق، عدالت او د ظلم سره د مقابلې په شان ارزښتونو ملاتړی دی. 945107