IQNA

په مراكش كښې د پيغمبراكرم (ص) د مقدس ساحت سپكاوی كونكې مجله بنده كړې شوه

23:44 - February 01, 2012
د خبر لمبر: 2266880
بين المللی ډله: د مراكش حكومت د ( غزال) نومې فرانسوۍ مجلې د وروستۍ ګڼې خوريدل د حضرت محمدمصطفی (ص) د پاك او سپیځلی ساحت د سپكاوی په دليل توقيف او منعه كړل.
د «atlasinfo»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مراكش د اطلاعاتو وزارت د پيغمبر اكرم حضرت محمدمصطفی (ص) د مقدس ساحت د سپك عكس د خپرولو په دليل د (غزال) نومې فرانسوۍ مجلې د ٢٠١٢ كال د جنورۍ او فرورۍ د مياشتې د ګڼې د ويشل كيدو او خرڅيدو مخه ونيوله.
د مراكش د اطلاعاتو د وزارت په بيانيه كښې راغلی دی: په پيغمبراكرم (ص) پورې د اړوند تصوير خپرول د حضرت محمدمصطفی (ص) د مقدس ساحت يوډول بې احترامی ده او د هيواد د مطبوعاتو د قانون د ٢٩ مادې په استناد د دغې مجلې دا ګڼه د مراكش په هیڅ ځائې كښې نه دی پلورل كيدل پكار.
د وئيلو ده چې د مراكش حكومت تيره مياشت هم د رسول اكرم (ص) د مقدس ساحت د سپكاوی په وجه د «اكسپرس»(Express) نومې فرانسوۍ ورځپاڼې خرڅول ممنوع اعلان كړی وو. 944091

captcha