د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د قم ښار د څانګې درپورټ له مخې: د جامعةالمصطفی(ص) العالمية بين المللی مرستيال حجتالاسلام والمسلمين مجيد حكيمالهی پرون په يوه خبری ناسته كښې ووئيل: كورنيو اختلافاتو او هغه جنګونو ته په پام سره چې د ستروقدرتونو له خوا په افغانستان باندې تپل شوی دی، په دغه هيواد كښې تمدنی مظاهر كومه وده نه لری.
دوی دوام وركړ: د نړيوالې سلطې نظام چې كله په افغانستان باندې د پوځی تيری نتائجو ته وكتل او ماتې ئې وخوړه نو فيصله ئې كړې چې په افغانستان كښې د ډول ډول رسنيو د جوړولو او د غيردولتی ارګانونو د فعاليت له لارې د دغه هيواد د خلكو د آدابو او رسمونو او همداراز د هغوی د ليدتوګو د بدلولو له لارې په دغه هيواد كښې شتون ولری.
حكيم الهی ووئيل: د افغانستان په سياسی، دينی او كلتوری برخه كښې د بدلون راوستو لپاره په سل هاوو غيردولتی موسسې جوړې شوې دی چې په ظاهره بشردوستانه خدمات او اسانتياوې وړاندې كوی خو په اصل كښې په هڅونكو كارونو، د ابتذال د رواجولو لپاره د لازمو ځواكونو په روزلو او د خلكو د عقيدو او باورونو په بدلولو لګيا دی.
دوی څرګنده كړه: په افغانستان كښې يوازې يوې غيردولتی موسسې د شيعه ځوانانو په هدف ګرځولو سره د عيسائيت د خپرولو لپاره ٤٠ ميليون ډالر لګولی دی او په دغه هيواد كښې له ٣٠ نه زيات سپوږمكيز، ټيليويژنی او راډيوئی چينلونه جوړ شوی دی چې د دغو شبكو ٩٥ فيصده بودجه له بهر نه برابریږی.
943995