د «scrlondon»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس به په اسلامی نړۍ كښې د ټولنيزو او انسانی علوموپه برخو كښې د موجودو اوسنيو مسئلو د څیړنې په موخه ترسره شی.
د نړۍ د اكثرو سيمو محققان به په دغه كانفرنس كښې سره راغونډ شی او په دې زمينه كښې به د خپلو تحقيقاتو د لاسته راوړنو څیړنه وكړی.
دغه كانفرنس به په اسلامی نړۍ كښې د محققينو او صنايعو ترمينځ د اړيكو د پراختيا، د محققانو ترمينځ د ارتباطی شبكو د رامينځته كولو او په اسلامی نړۍ كښې د ټولنيزو او انسانی علومو په زمينه كښې د نظر د تبادلې لپاره يو فرصت وی.
د دغه كانفرنس غونډې به په يو وخت په انګريزۍ او عربۍ دوو ژبو باندې ترسره شی. 945108