د «gnet»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: دغه ملی كانفرنس د تيونس د مختلفو پوهنتونونو د استاذانو او د علماو، پوهانو او محققانو په ګډون سره د تيونس د خلكو د انقلاب د دينی اړخونو او د رسول اكرم حضرت محمدمصطفی (ص) له ارشاداتو او حكمونو سره د هغه د سمون د څیړلو په موخه ترسره كیږی.
په دغه كانفرنس كښې ګډون كونكی به د تيونس د انقلاب د نتائجو، په نبوی (ص) سيره كښې د ظلم له نظام څخه د خلاصی او انقلاب، په اسلامی تعليماتو كښې د ډيكټاټوری نظام او ظلم او استبداد سره د مقابلې، د امت ترمينځ د تفرقې له رامينځته كولو پرته د اسلام د ترويجولو په اړوند د پيغمبراكرم (ص) د نظراتو، او د استبداد پرخلاف د يو انقلاب په توګه د انقلاب او سنت نبوی (ص) نه پس د عدالت د ټينګولو او د ملی پخلاينې په شان موضوعات وجاجوی. 944969