د تيونس د شيعه مسلمانانو د نوی جوړ شوی فرهنګی او كلتوری تنظيم غړی او په تهران كښې په ( اسلامی بيداری او ځوانان ) نومی نړيوال كانفرنس كښې ګډون كونكی منذر حبيبی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دې ټكی د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: د ايران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيتالله خامنهای(مدظلهالعالی) د اسلامی بيدارۍ په اړه يولړ داسې ارزښتناكې سپارښتنې لری چې په دغو سپارښتنو باندې په عمل سره د مسلمانو ولسونو لارې خلاصيدې شی.
منذرحبيبی په دوام كښې زياته كړه: زه ډاډمن يم كه چيرې د ايران اسلامی جمهوريت او د نړۍ نور مسلمانان د ښاغلی امام خامنه ای ارزښناكې ويناوې د خپلې لارې مشال وګرځوی نو د دښمنانو په تيره بيا د امريكې او اسرائيلو په وړاندې به د اسلامی امت كاميابی او برياليتوب حتمی وی.
حبيبی څرګنده كړه: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود باوری دی چې د مسلمانانو لپاره د دښمنانو ستر دام فرقه ايزې او نژادی فتنې دی. 944952