IQNA

د نړۍ په رسنيو كښې د حضرت ايت الله سيد علی خامنه ای د وينا پراخ انعكاس

21:48 - February 04, 2012
د خبر لمبر: 2268295
نړيواله ډله: د تهران د پرونې ورځې په جمعې لمانځه كښې د ايران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د خطبو له ختميدا سمدستی وروسته خبری اژانسونو او خارجی اطلاع رسونې سایټونو د هغه حضرت حكيمانه څرګندونو ته انعكاس وركړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، رویټرز خبری اژانس د تهران د جمعې لمانځه د خطبو په اړه په يوه راپو كښې وليكل د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيدعلی خامنه ای ټينګار وكړ چې ايران دخپل اټومی پروګرام د پریښودلو لپاره د دباونو په وړاندې نه تسليمیږی.
رویټرز خبری اژانس د حضرت ايت الله خامنه ای په قول وليكل بايكاټونه د اټومی پروګرام د دوام لپاره د ايران په ارادې هیڅ اغيز نلری او دجنګ، دتيلو دبايكاټ په شمول ګواښونو ته په ځواب كښې مونږ هم يو شمير ګواښونه لرو چې په مناسب وخت كښې به عملی شی .
رویټرز خبری اژانس دغه راز دايران داسلامی انقلاب دستر لارښود په قول زياته كړه زه له دې خبرې هیڅ ويره نلرم چې وويم مونږ دهر هغه ملت يا ډلې چې وغواړی له صهيونيسټ رژيم سره مقابله وكړی ملاتړ كوو .
داذربايجان جمهوريت ترند خبری اژانس هم دايران داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای په قول وليكل دايران اسلامی انقلاب دايران دخلكولپاره ازادۍ او عزت ډالۍ كړ او په ايران كښې داسلامی انقلاب داسلام ضد رژيم مات كړ او دهغه پرضد یې اسلامی حكومت رامينځته كړ او ديكتاتورۍ یې په جمهوريت بدله كړه .
دغه خبری اژانس دغه راز ددنيا دمسلمانانو دولی امر په قول ډاګينه كړه ايران له بايكاټونو سره سره ستر برياليتوبونه ترلاسه كړی دی .
فرانسې خبری اژانس هم دايران داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای دوينا دغه برخه راخيستی ده چې ايران به دپوځی ګواښونو او تيلو بايكاټ ته ځواب وركړی .
دامريكا ايسو سی ایټیډ پريس خبری اژانس هم دايران داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای وينا ته په اشارې سره وليكل ايت الله خامنه ای اسرايلو دسرطان ياكينسر په بللو سره وويل مونږ له هر هغه ملت او ډلې څخه چې داسرايلو په مقابل كښې ودریږی ملاتړ كوو .
دصهيونيسټ رژيم يديعوت احارونوت ورځپاڼې هم دايران داسلامی انقلاب دستر لارښود د وينا دغه برخه چې ويلی یې وو اسرايل يوه سرطانی غده ده دمشر تابه دستر مقام دوينا په انعكاس كښې دخپل سر ټكی په توګه انتخاب كړه او دهغه حضرت په قول یې وليكل امريكا چې هر څومره ايران ته ګواښ وكړی په خپله به ډير تاوان ووينی .
دجرمنی خبری اژانس هم دايران داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای دوينا په انعكاس كښې وليكل ايران به دامريكا او اروپايی اتحادیې دجنګ په ګواښونو او بايكاټونو سره له خپل اټومی پروګرام څخه لاس وانه خلی .
دجرمنی خبری اژانس زياتوی په وروستيو كلونو كښې دايران پرضد بايكاټونه سبب شوی دی ايران په خپلو بالقوه وسونو پوه شی او داټومی ټيكنالوژۍ په شمول دټيكنالوژيك نظره پرمختګ وكړی او ټينګار یې وكړ چې دايران پرضد نوی بايكاټونه له تيرو بايكاټونو سره كوم خاص تفاوت او فرق نلری .
دجرمنی خبری اژانس دايران داسلامی انقلاب دستر لارښود په قول ډاګينه كړه امريكا له ايران سره له خبرواترو ويریږی او امريكا خپلو هدفونو ته درسيدا لپاره له جنګ او وينې بهولو پرته بل كوم منطق نه پيژندی .
دروسیې نوستی خبری اژانس هم دايران دمشر تابه دستر مقام څرګندونو ته انعكاس وركړی.
دغه راز العربيه ټيلی ويژن هم دلويدیځ پوځی ګواښونو ته دايران دغبرګون په اړه داسلامی انقلاب دستر لارښود وينا ته انعكاس وركړ .
د مصر الاهرام ورځپاڼې هم دنړۍ دمسلمانانو دولی امر حضرت ايت الله خامنه ای په قول وليكل ايران به دباونو ته تسليم نشی او دايران ګواښل دامريكا په تاوان دی .
د مصر الاهرام ورځپاڼې دغه راز دايران پرضد دبايكاټونو د بې اغيزوالی خبر وركړ .
946496
captcha