IQNA

د نننی انسان ازادی او ویښتيا د امام خمينی (رح) د افكارو لامله ده

21:46 - February 04, 2012
د خبر لمبر: 2268296
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل پانګه وال نظام په له مينځه تللو دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمينی (رح) په سپیڅلی حرم كښې د هغوئ له ایډيالونو سره د بيعت د تازه كولو په دستورو كښې وويل نن سبا د پانګه وال نظام اډانۍ په ختميدو دی او د امام خمينی(رح)په وينا ماركسيزم تاريخ ته وسپارل شو او په نږدې راتلونكې كښې به د ليبراليزم او پانګه وال نظام مفكورې هم ورسره يو ځای شی .
احمدی نژاد د سباوون لسيزه د حضرت امام خمينی (رح) او د هغوئ د لوړو ایډيالونو او مفكورو يادونكې وبلله او زياته یې كړه امام خمينی (رح) د نړۍ له درستو مظلومانو او مستضعفانو ملګری ، خو د ظالمانو او ظلمونو په وړاندې ولاړ ؤ او د نړۍ د بدلونونو په سم اټكل سره یې اسلامی انقلاب د انبياؤ د لارې په دوام او دنړيوال حكومت او بدلونو زمينه جوړونكی او سريزه بلله.
د اسلامی ايران ولسمشر دې ته په اشارې سره چې اوس د حضرت امام خمينی (رح) نوم او ليدتوګه د نړۍ د عدالت غواړو او آزادی غواړو په شعارونو كښې څپی وهی زياته كړه په حقيقت كښې لويدیځوال اوس يوه پوره بندون ته رسيدلی دی او د هغوئ منطق چې وسله او زور دی نور كوم كارندوالی نلری .
946710
captcha