IQNA

علی لاريجانی: په سيمه كښې اسلامی ویښتيا، ځان ته د مسلمانانو ستنيدل دی

21:53 - February 04, 2012
د خبر لمبر: 2268317
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی نن په سينما كښې د اسلامی ویښتيا په نامه غونډه كښې وويل په سيمه كښې اسلامی ویښتيا خپل اصل ته دمسلمانانو ستنيدل دی او دا چې څوك پام نه كوی چې په سيمه كښې انقلابونه اسلامی دی، د حقيقت پټول دی .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی زياته كړه په سيمې كښې اسلامی ویښتيا د زلزلې په څير سيمه ولړزوله او ديكتاتوران یې نسكور كړل .
د ايران د اسلامی شورا مشر وويل مسلمانان هڅه كوی د خپل برخليك په ټاكلو كښې رول ولوبوی ، نو هغه هيوادونه هم بايد ځير وی چې انقلابونه یې كړی دی ، څو د دښمن په لومه كښې ښكيل نه شی او خپل انقلابونه وساتی .
د ايران د اسلامی ارشاد او كلتور وزير سيدمحمد حيسنی هم په دغه غونډه كښې وويل د استكبار لاسپوڅې ، آمريكايان او لويدیځ هڅه كوی له بيلا بيلو لارو د سيمې اسلامی ویښتيا وځپی او د سيمې په هيوادونوكښې جاهل او ديكتاتور تالی څټی وساتی .
دغه يوه ورځنۍ غونډه نن د ايران د راډيو تلويزيون د غونډو په تالار كښې د څلور سوه ميلمنو په شتون سره پيل شوی ده چې د خبر تر مخابره كيدو پورې روانه وه
946513
captcha