د «legyptien»خبری سائیټ له قوله دايرن د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مصر د اوقافو وزير د قاهرې په (پورټ سعيد) لوبتون كښې د تيرې چارشنبې د ورځې له خونړيو پیښو څخه د خواشينۍ د څرګندولو په ترڅ كښې چې څه باندې ٧٠ كسان پكښې ووژل شول، اعلان وكړ: داشان پیښې د هيواد د مسلمانانو ترمينځ د تفرقې د رامينځته كولو په موخه پلانول كیږی او له ګډوډۍ نه پرته كومه نتيجه نلری.
دوی څرګنده كړه: د بې ګناهو خلكو وينه تويول له هغو مواردو څخه دی چې د اسلام په مبين دين كښې ئې په كلكه نهی شوې ده او مسلمانو خلكو ته پكار دی چې اسلامی تعليماتو ته په پاملرنې سره د دغه شان پیښو د تكراريدو مخه ونيسی.
همداراز د دغې بيانیۍ په يوه بله برخه كښې د مصر د اوقافو وزير ووئيل: د راپیښو شويو حوادثو په دليل به د حضرت محمدمصطفی (ص) په نيكمرغه ميلاد پورې اړوند جشنونه وځنډیږی. 946587