د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د اسلام د ګران پيغمبر دنيكمرغه زوكړې او د وحدت د اونۍ له شپو ورځو سره په يو وخت بیګا د اسلامی ویښتيا د شعر په نړيوال كانفرنس كې له ګډون كونكو سره په كتنې كې پّه دې خبرې پّه ټينګار سره چې له اسلامی ویښتيا سره د اړونده شعرونو محتوا بايدد اسلامی امت بصيرت لاژور كړی زياته كړه د اسلامی ویښتيا د شعرونو په محتوا كې ددغه لوی بدلون لوړو موخواولورنيونو،ددغه لوړ هدف لارو او دشمنانو او هغو خنډونو ته چې دوی ئې رامينځته كوی خاص پام وشی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای روښانه كړه په شعرونو كې بايد ددين ، په خداوندمتعال ا و په اسلامی ویښتيا كې په قرآنی معارفو دايمان درول اهتمام هم وشی ،ځكه هرهغه غورځنګ به چې په دينی اعتقادولاړوی هیڅكله تاوان ونه مومی.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای هم دا راز د اسلامی ویښتيا په شعرونو كې د اسلامی وحدت د اهتمام په ضرورت په ټينګار سره زياته كړه داسې ډيرې پراخې هلې ځلې روانې دی چې د مسلمانانو ترمينځ له اختلافه په استفادې سره د اسلامی ویښتيا لوی خوځښت ناكام او تم كړی خو اسلامی امت بايدد تفرقې په مذهبی ،قومی اوسياسی عواملو غلبه وكړی او د اختلاف د رامينځته كيدا لارې وتړی
948956