د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، جنرال سلامی پرون د «حاميان ولايت» په نامه د سپاه د مّځكنې ځواك د سترې مانورې ترسره كيدا د دښمنانو هغو احتمالی ګواښونو ته يو كلك ځواب وباله چې د جمعې ورځې په خطبو كې د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د ټولو قواؤ ستر قوماندان حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای ورته اشاره كړې وه.
سردار سلامی په عين حال كې روښانه كړه د اسلامی ايران ټول ځواكونه د دښمنانو د هر ډول احتمالی ګواښونو په وړاندې ځواب ويلو ته بشپړ چمتووالی لری او داسې غاښ ماتونكی ّځواب به وركړی چې تير وختونه به ئې هير شی.
947923