د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د افغانستان د اسلامی اخوت كونسل مشر ښاغلی محمد شاه عادلی د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د نيكمرغه زوكړې په مناسبت د شيعه او سنی دينی عالمانو په شتون د وحدت اوونۍ د مختلفو پروګرامونو اعلان وكړ.
هغه زياته كړه چې د اسلامی اخوت كونسل لخوا د اسلامی ايران د خارجه وزارت د اسلامی ویښتيا نړيوال كانفرنس كې ګډؤن كوونكو ځوانانو راپور د دينی مدرسه اسديه مشر او د اسلا می اخوت كونسل غړې ښاغلی ذبيح الله حإضرينو ته وړاندې كړ.
ذبيح الله په پاې كې وويل چې دې نړيوال كانفرنس كې له درې اويا هيوادونو نږدې دولس سوه كسانو ګډؤن وكړ او د افغانستان هم پينځه څلویښت ځوانان هم په دې كې موجود وو.
948604