IQNA

په بوروندی كې پيغمبر اكرم د نيكمرغه زوكړې په مناسبت جشن تر سره كیږی

20:55 - February 07, 2012
د خبر لمبر: 2270686
سياسی او ټولنيزه ډله: بوروندی مسلمانان هم د نړۍ نورو مسلمانانو په شان د ميلادی مياشتې فرورۍ په لسمې نیټې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د نيكمرغه زوكړې په مناسبت په دې هيواد پلازمينې بوجومبورو كې جشن تر سره كوی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د روانې جمعی په ورځې چې د پيغمبر اكرم ص او د حضرت امام جعفر صادق عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په مناسبت د مختلفو قبيلو مشران دينی عالمان او مفكرينو په شتون سره په امام زين العابدين نومې جومات كې جشن تر سره كوی.
د امام زين العابدين عليه السلام د جومات چارواكې په مطإبق د دې ښار معروف او مشهور جمعی خطيب د قران پاك دتلاوت نه پس د پيغمبر اكرم ص او د حضرت امام جعفر صادق عليه السلام د ژوند په اړه خبرې كوی.
څرګنده وې چې برنوديایې مسلمانان هم په دې مراسمو كې ګډؤن لپاره د بوينزې د امام زين العابدين جومات ته رجوع كوی.

946505
captcha