IQNA

له اسلامه د ويرې د زياتولو لپاره په امريكا كښې د استوګنو صهيونيسټانو هڅه

22:17 - February 07, 2012
د خبر لمبر: 2270720
بين المللی ډله: د امريكې صهيونيسټ عوامل په يهودی مركزونو باندې په حملې سره اراده لری چې داسې القا كړی چې دغه اقدامات د مسلمانانو له خوا تر سره كیږی.
د «Ajib»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په امريكا كښې په صهيونيسټی لابۍ پورې پيئلی ٥٦ كلن يهودی ډيویډ حداد چې په روانې اونۍ كښې د امنيتی ځواكونو په لاس ونيوې شو، اعتراف وكړ چې د يوشمير تندلارو يهوديانو او د صهيونيسټی رژيم د پلويانو په ملګرتيا به ئې د امريكې په يهودی مركزونو باندې حمله كوله او د يهوديانو پرخلاف د شعارونو په ليكولو سره ئې اراده لرله چې مسلمانان د دغو اقداماتو د عاملانو په توګه معرفی كړی.
دی د خپلو اعترافونو په دوام كښې وائی: له اسلامه د ويرونې د زياتولو لپاره به مو د يهوديانو په مركزونو، ښونځيو او دينی ودانيو باندې حمله كوله او د دغو ودانيو په ديوالونو باندې د نازيانو د علامت په جوړولو سره مو هڅه كوله چې يهوديانو ته تلقين وكړو چې هغوی په خطر كښې دی او دغه خطر هم د مسلمانې ټولنې لخوا دی. 949057
captcha