د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اروپا د څانګې درپورټ له مخې: دغه نندارتون د اشكوډر ولايت د مفتی محمد سوتاری، د اشكوډر د والی رونتزلوكا، د دغه ښار د كتابتون د مدير آريالای جووالين چولی او د يوه ډله مسلمانانو او د كتاب د مينه والو په شتون سره افتتاح شو.
د دغه نندارتون د افتتاحيه مراسمو په پيل كښې چې د روانې سلواغې د مياشتې په ١٥ نیټه ترسره شول، محمدسوتاری په يولړ ويناو كښې څرګنده كړه: دغه نندارتون په وړومبی ځل د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) چې په علمی ارزښتونو باندې يو دانا، عالم، فاضل او آګاه او پوه پيغمبر وو، د نيكمرغه ميلاد د كليزې د رارسيدو په مناسبت جوړ شوی دی. 948821