د «oic-oci» د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی همكارۍ د سازمان د لوئې مدير د پيغام په يوه برخه كښې څرګندونه شوې ده: د اسلام د ګران قدره پيغمبر (ص) نيكمرغه ميلاد د بشريت په تاريخ كښې د يو نوی دور پيل او د هغوی پيغام د نړيوالو لپاره رحمت او سوله وه. حضرت محمد مصطفی(ص) د يو داسې الهی دين پيغام راوړونكی وو چې انسانانو ته ئې د حقيقت لاره وښودله.
دوی په دوام كښې وائی: په دې خوږو ورځو كښې چې ټول مسلمانان په اتحاد او انسجام سره د پيغمبراكرم (ص) د ميلاد جشن نمانځی، له هر څه مخكښې پكار دی د پيغمبراكرم (ص) سيرت او اسلامی ارزښتناك تعاليم بيان كړو او د هغوی لارې او رودې ته دوام وركړو.
احسان اوغلو د خپلو ويناو په يوه بله برخه كښې ټينګار وكړ: اسلامی امت نن سبا په يو ډير حساس وضعيت كښې راغلی دی او د پيغمبر اكرم (ص) د ميلاد جشن او اسلامی غونډې په كار دی د مسلمانانو لپاره يو فرصت وی څو وكړې شی د اسلامی نړۍ د مهمو مسائلو د حلولو د نحوې په هكله د يوبل سره بحث او خبرې اترې وكړی.
د دغه پيغام په دوام كښې د اسلامی همكارۍ د سازمان لوئې مدير وائی: غواړم چې له دې فرصته استفاده وكړم او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته بلنه وركړم چې اسلامی ورورولی پياوړې كړی او د قرآن كريم په تعليماتو باندې په تكیۍ سره له خپل مينځی نښتو او تفرقو نه ډډه وكړی. 948197