IQNA

د دسيسو په وړاندې د مسلمانانو د هوښيارۍ په ضرورت باندې د آيت الله تسخيری ټينګار

22:16 - February 07, 2012
د خبر لمبر: 2270724
بين المللی ډله: د اسلامی مذهبونو د نژديكت د نړيوال تنظيم لوئې مدير د مسلمانانو د غوړيدنې لپاره د سلامی بيدارۍ د څپې فرصت ته په اشارې سره، نړيوال استكبار او په سر كښې ئې امريكا د مسلمانانو ترټولو ستر دښمن وباله او د دښمنانو د دسيسو سره د مقابلې لپاره ئې د هوښيارتيا په ضرورت باندې تاكيد وكړ.
د العالم خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: آيت الله شيخ محمدعلی تسخيری وړمه ورځ په دې باب ووئيل: نن سبا اسلامی امت له هرې خوا د سترو لانجو او ستونزو سره مخ دی او د اسلامی امت وړومبې او ترټولو ستر دښمن نړيوال استكبار او د هغه په سر كښې امريكا ده.
د اسلامی مذهبونو د تقريب او نژديكت د نړيوالې ټولنې لوئې مدير هيله څرګنده كړه چې اسلامی امت به په مسلمانو هيوادونو كښې د اسلامی بيدارۍ د فرصت په غنيمت شميرلو سره وكړې شی د موجودو دباوونو سربيره د ترقۍ او غوړيدنې په لار كښې ګام پورته كړی.
آيت الله تسخيری زياته كړه: اسلامی بيداری چې نن سبا ئې اسلامی نړۍ په بر كښې نيولې ده د دې سبب شوې ده چې د ځينو هغو طاغوتونو ټغر ټول كړی چې د اسلامی امت د ودې او ترقۍ په لار كښې خنډ شوی وو، او د اسلامی امت د غوړيدنې زمينه چمتو شوې ده.
دوی بيا په اسلامی هيوادونو كښې د ولسی انقلابونو د نابودلو او د جعلی او ساختګی جایګزينو او ځائې ناستو د وړاندې كولو له لارې د اسلامی بيدارۍ د منحرفولو لپاره د اسلامی امت د دښمنانو د دسيسه جوړونو په اړه خبرداری وركړ او د اسلامی ولسونو د هوښيارتيا او ویښتيا په ضرورت باندې ئې ټينګار وكړ. 947663

captcha