د «IRCICA» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه درې ورځنې كانفرنس د اسلامی همكارۍ په سازمان (OIC) پورې د پيئلی د استنبول د اسلامی كلتوری، هنری او تاريخی تحقيقاتو د مركز «IRCICA» په همت، د ترك-قرقيز پوهنتون (ماناس) په همكارۍ سره په قرقيزستان كښې ترسره كیږی.
په دغه كانفرنس كښې به په مركزی ايشيا كښې د اسلامی تمدن د تاريخ مختلف اړخونه له هغو نه د فكری، علمی، ادبی، هنری او په نورو فرهنګی او كلتوری ډګرونو كښې پرمختګونه، په مركزی ايشيا او د هغې په شاو خوا سيمو كښې د نورو تمدنونو سره تعامل، په سيمه كښې د اسلامی فرهنګ او تمدن د پراختيا اصلی چلن او مراحل او د مادی او معنوی فرهنګ په اساس د اسلامی فرهنګی ميراث اوسنۍ بڼه نيونه او وضيعت د څیړنې وړ وګرځی. 947387