IQNA

22:04 - February 08, 2012
د خبر لمبر: 2271559

ايت الله خامنه ای: هغه هيوادونه چې د استكبار پسې روان ؤ اوس د ايران د ملت تر څنګ ولاړ دی

سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ د ملتونو تر مينځ اسلامی ویښتيا او د سيمې وروستی بدلونونه د ايران د ملت د اسلامی او رغنده حركت د دوام او حقانيت ښودنه كوی.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الهه العظمی سيدعلی خامنه ای نن د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ د هوايی ځواك له قوماندانانو ، مشرانو او كاركوونكو سره په كتنه كښې په تيرو څو سليزو كښې د اسلامی هيوادونو وروسته پاتې والو علت غفلت ، ودريدل او د وخت پر اساس د متناسب حركت نه شتون وباله او زياته یې كړه د غفلت مقابل ټكی ویښتيا ده چې حركت پيدا كوی او بايد په دې زمينه كښې داسی هڅې وشی چې له مقابل لورې یې یې حركت زيات وی .
په دغه كتنه كښې چې د ۱۳۵۷ هجری لمريز كال د سلواغې د نهمې له امام خمينی (رح) د پوځ د هوايی ځواك كاركوونكو د تاريخی بيعت له كليزی سره په يوه وخت وشوه د درستو قواؤ اعلی قوماندان وفرمايل نن سبا د ايران د ملت شعارونه په درسته سيمه نيولی ده او هغه هيوادونه چې د استكبار په جبهی پسې روان ؤ اوس د ايران د ملت تر څنګ ولاړ دی او د هغوئ هدفونه او شعارونه تعقيبوی .
د رهبرۍ ستر مقام وفرمايل مونږ نه وايو چې د ايران ملت د سيمې وروستې بدلونه را پيدا كړی دی خو د سيمې په اسلامی ویښتيا كښې د ايران د ستر ملت د ویښتيا په اغيزو د سترګو پټول هم منطقی نه دی .
د ايران د درستو قواؤ اعلی قوماندان د ايران اسلامی جمهوريت په سيمه كښې د اسلامی ویښتيا او حركت مور وبلله او زياته یې كړه اسلامی نظام د تيريو په مقابل كښې دوامداره ، پياوړې ، تل پاتې او حقيقی هويت په لور حركت ته دوام وركوی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ددغه موضوع په بيانولو كښې ډاګينه كړه اسلامی هويت ، په خدای تكيه ، دمسلمانيت په دليل د عزت احساس ، په ظرفيتونو تكيه ، په وګړنيزوؤ ملی طبيعی او ډله ايزو خدايی ځواكونو تكيه ، د معنوی ارزښتونو په لور د نړۍ وربلل د اسلامی نظام لوړ او حقيقی هدفونه دی .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په دی په ټينګار سره چې د لويدیځ مادی تمدن نه دی توانيدلی د بشريت لپاره حقيقی نيكمرغی او خوشبختی ډالۍ كړی وفرمايل لويدیځه نړۍ او هغې پيروی هيوادونه په مادی پالنې ، جنسی آزاديو په دوديدو ، له الهی حدودو او معنويت ليروالې سره كومه ګټه نه ده كړی ، په دې سربيره امنيت ، عمومی هوساينه او عدالت هم نه دی تامين شوی ، او د كورنۍ نظام او د راتلونكې نسل روزنه هم له ډيرو ستونزو سره مخ شوی ده .
950437
captcha