IQNA

د اسلامی يووالی ۲۵ نړيوال كنفرانس نن په تهر ان كې پيل شو

22:22 - February 08, 2012
د خبر لمبر: 2271566
نړيواله ډله: دغه كنفرانس نن د ايران د ولسمشر احمدی نژاد، دايران دخارجه وزير، او د اسلامی هيوادونو د سفيرانو او داسلامی نړۍ د متفكرينو او پوهانو په شتون سره په تهران كې پيل شو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د مذهبونو د نږدې كيدا د نړيوالې ټولنې مشر آيت ا... محمد علی تسخيری نن په تهران كې د اسلامی يووالی د ۲۵ كنفرانس د پيل په مراسمو كې وويل، په دغو ورځو كې داسلامی ویښتيا څپه ټوله نړۍ كې پراخه شوې ، د تيونس ، مصر او ليبيا طاغوتونه ، نورو ستمګرو طاغوتونو په حتمی برخليك ګرفتار شول .
آيت ا... محمد علی تسخيری وويل، دامريكا او صهيونست رژيم له مخالفتونو سره سره، نوی منځنی ختیځ د برابريدا په حال كې دی.
هغه زياته كړه، د اسلامی ویښتيا د څپې په رامنځته كيدا سره، مسلمانانو په يووالی او انسجام سره ، دښمنان له خپلو سيمو لرې كړل، او الهی وعده یې محققه كړه.
آيت ا... تيخيری ټينګار وكړ، د اسلامی ویښتيا څپې، د اسلام د دښمنانو خوب ، په وحشتناكه خوب بدل كړ، او دايران اسلامی انقلاب او امام خمينی ره وچت ایډيال به ډير ژر محقق شی.
949912
captcha