د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د سوریۍ مفتی اعظم احمدبدرالدين حسون نن سهار په تهران كښې د اسلامی وحدت په ٢٥ بين المللی كانفرنس په افتتاحيه مراسمو كښې د دې ټكی د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: دا شپې ورځې د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) او د امام جعفرصادق (ع) د ميلاد د كليزې سره جوښتې دی، هغه پيغمبر چې د جاهليت فرهنګ او د هغه وخت غلط باورونه ئې له بيغه وويستل او د ټولو كائناتو لپاره ئې د يو رحمت په توګه د انسانی رسالت بنياد كیښود.
حسون په دوام كښې زياته كړه: د اسلام ګران قدر پيغمبر ټول قبائل د اسلام تر بيرغ لاندې راټول كړل او ټينګار ئې وكړ چې د انسانانو ترټولو غوره خصوصيت او ځانګړتيا الهی تقوا ده، چې د سوره حجرات په ١٣ مبارك آيت كښې ورته اشاره شوې ده چې فرمائی: «إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ» يعنې ( په تحقيق سره د خدای په نزد په تاسو كښې ترټولو غوره كس، پرهيزګاره او تقوادراه كس دی بې شكه چې خدای پوه او آګاه دی) .
دوی همداراز د اسلامی وحدت د حفاظت لپاره په هڅې باندې ټينګار وكړ او وئې وئيل: مونږ مخكښې له دې چې شيعه يا سنی وو، مسلمانان يو او پكار دی چې اسلامی اتحاد او يووالی تقويه كړو. 950162