IQNA

د نجف ولايت، حكومت د نجف د طرحې د نه كاميابيدو مسئول وباله

22:45 - February 08, 2012
د خبر لمبر: 2271568
بين المللی ډله: د نجف د ولايت شوری پرون د عراق دولت د ( نجف، په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی پلازمينه ) نومې طرحې د نه كاميابيدو مسئول اعلان كړ.
د «البوّابة» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د نجف د ولايت د شوری مشر «فائد كاظم الشمری» پرون د عراق د لاښې او لازياتې معرفۍ لپاره د نجف د طرحې په اهميت باندې په ټينګار سره د نجف د طرحې د نه كاميابيدو اصلی علت د عراق حكومت وباله.
الشمری په دوام كښې څرګنده كړه: د دغې طرحې په لاره كښې د زياتو خنډونو سره مخ شو او د هغه كم وخت سره سره چې مو درلود، ومو كړې شول زياتره كارونه د عمل مرحلې ته ورسوو.
فائدكاظم د واضحې او دقيقې برنامې د نه لرلو او د كمیټو ترمينځ د غږملتيا د نشتوالی اوهم په ٢٠١١ كال كښې د مسئوليتونو د تداخل په وجه له خپل پوسټ څخه څنګته شو.
د عراق ولسمشر نوری المالكی هم د دغې طرحې د ځنډيدو اصلی علت مالی فساد يا كرپشن، دباوونه او د ځينو هغو بانفوذو كسانو دخالت وباله چې د دغې طرحې اجرا كيدل ئې په يو ناممكن كار باندې بدل كړی دی. 950078
captcha