IQNA

د ايران د اسلامی انقلاب آئیډيالوجی اوسنيو انقلابونو ته الهام بخښونكې ده

22:51 - February 09, 2012
د خبر لمبر: 2271880
سياسی او ټولنيزه ډله: خرمشاد د سباؤن د لسيزې په جشن كښې چې د پيغمبر اكرم حضرت محمدمصطفی (ص) او د حضرت امام جعفرصادق (ع) د نيكمرغه ميلاد سره په يووخت د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو په سازمان كښې ترسره شو، د ايران د اسلامی انقلاب آيئډيالوجی له مليتونو نه وراخوا او د نړۍ په كچه د اوسنيو انقلابونو الهام بخښونكې دبلله.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی ارتباطاتو او فرهنګ د سازمان د برخې د رپورټ له مخې: په دغه جشن كښې چې وړمه ورځ د اسلامی انقلاب د سباؤن د لسيزې، د پيغمبر اكرم (ص) او د امام جعفرصادق (ع) د ميلاد د خوشالۍ په نمانځلو سره ترسره شو، خرمشاد د نړۍ په اوسنيو حالاتو كښې د اسلامی انقلاب د موضوع د طرحې د محوريت په بيانولو سره د ايران اسلامی انقلاب د معاصر تاريخ د انقلابونو په مينځ كښې يو خاص بهير وباله.
دوی په دې برخه كښې د موجودو انقلابونو او نظريو د بڼه نيونې د چلن په هكله د يولړ توضيحاتو په وړاندې كولو سره د انقلابونو داخلی او بهرنۍ اغيزې تشريح كړې او د انقلابونو بهرنۍ اغيزه ئې چې همهغه د انقلابونو انعكاس دی، له جغرافيائی پولو څخه ورآخوا او لا اوچته وبلله. 950042
captcha