IQNA

ايت الله خامنه ای : اصلی عزت، د رسول الله مبارك (ص) په پيروۍ كې دی

19:33 - February 10, 2012
د خبر لمبر: 2272108
سياسی او ټولنيزه ډله: د نړۍ د مسلمانانو ولی امر حضرت ايت الله العظمی خامنه ای وفرمايل: عزت ته د اسلامی امت د رسيدلو يوازينۍ لاره د اسلام د لوی پيغمبر حضرت محمد (ص) له وجودی اړخونو او شخصيته د درس اخستل دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د رهبرۍ ستر مقام حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن د ربيع الاول په اولسمه نیټه د رسول الله مبارك حضرت محمد( ص) او امام جعفر صادق (ع) د نيكمرغه زوكړې په مناسبت د اسلامی وحدت په كانفرنس كې له ګډونكوونكو ميلمنو او د اسلامی نظام له چاروالو سره په كتنه كې د رسول الله مبارك ( ص) او امام جعفر صادق (ع) د ميلادونو په مناسبت د مباكۍ په ويلو سره عزت او حقيقی سترتوب ، معنوی ا و مادی سعادت ته د رسيدلو يوازينۍ لاره د اسلام د لوی پيغمبر له وجودی اړخونو او شخصيته د درس اخستل وګڼل.
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د اسلام ستر پيغمبر د علم ، امانت، عدالت ، ښو اخلاقو، رحمت او په الهی وعدې د ډاډ بيلګه وبلله او زياته یې كړه انسانيت په ټول تاريخ كې په ژوند كې له ټولو مادی ترقيو سره سره هميشه د دغه لوړو ارزښتونو او صفتونو په لټه كې پاتې شوی او اسلامی امت خو تر نورو زيات دغو لوړو ځانګړتياو ته محتاج دی.
د نړۍ د مسلمانانو ولی امر حضرت ايت الله العظمی خامنه ای په مسلمانو كې له يو بل سره د ورور ولۍ په سلوك او په صبر او زغم په ټنیګار سره وويل : نن د اسلا می امت يو بل ضرورت په الهی وعدې باور كول دی ځكه چې خدای وعده كړې د چې د فشارونو په وړاندې د دريدو او هڅو او كوشش او همداراز د دنيا د مال مقام او شهوت په وړاندې د نه تسليميدو پايله مقصد او هدف ته رسيدل دی.
ښاغلی ايت الله العظمی خامنه ای اتحاد د اسلامی امت يو بل ښكاره ضرورت وباله او د ملتونو بيدارۍ او د اسلامی امت پاڅونو ته په اشارې سره یې وويل : د سيمې بدلونونه او انقلابونه او همداراز د امريكا او استكباری ارګانونو پرله پسې شاتګونه او د صهيونسټ رژيم زياتيدونكې كمزوری د اسلامی امت لپاره كم ساری فرصتونه دی چې بايد ډيره استفاده ورنه وشی.
د رهبرۍ ستر مقام هم دا راز جوته كړه : په هغه دوران كې چې سلطه ګرو قدرتونو خيال كاوه په خپلو اقداماتو سره یې د معنويت او اسلام غوښتنې هر ډول زمينه له مينځه وړې ده ناڅاپه د اسلامی انقلاب تاريخی او تل پاتې غږ لوړ شو او د دې په ترڅ كې چې دښمنان یې وارخطا كړل هوشمنده دوستان او پوه او سترګور كسان یې هيله من كړل.
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د ايران داسلامی انقلاب د غږ د غلې كولو لپاره د سلطه ګرو قدرتونو مختلفو او پيچلو توطئو ته په اشارې سره وويل : له ټولو فشارونو او توطئو سره سره اسلامی انقلاب د امام خمينی د مشرۍ او د ولس د پايدارۍ په بركت ټينګ پاتې شو او ورځ په ورځ وغوړيده او طاقت یې زيات شو.
951165
captcha