د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د سلواغې د ۲۲ په مناسبت د تهران د لاريون كوونكو په غونډه كښې وويل د ايران ملت د انقلاب په بيلا بيلو ډګرونوكښې په شتون سره د سلطه غواړو او مستكبرانو دسيسې تل شنډی كړی دی ، چې په خپله په ډګر كښې د خلكو شتون د اسلامی انقلاب يوه لاس ته راوړنه ده .
هغه وويل د ايران ملت بريالی شو چې په نړۍ واكمنې خبرې اترې چې سلطه غوښتنه ، مادی غوښتنه ، ځان غوښتنه او استكبار توجيه وه ،د عدالت ، آزادې او توحيد په خبرو اترو بدلی كړی .
د اسلامی ايران ولسمشر زياته كړه مستكبرانو،استعمارګرو او په نړۍ د سلطې لپاره د صهيونست رژيم په نامه يو بت جوړ كړی دی چې د ايران ملت په میړانې ، روڼ اندۍ او هوښيارۍ سره دغه بت مات كړ او د ملتونو د آزادۍ لپاره یې زمينه برابره كړه .
احمدی نژاد وويل هغه كسان چې نن سبا د امريكا او ځينو نورواروپايی هيوادونو تر څنګ د صهيونست رژيم د ژغورلو لپاره هڅې كوی او په پتمنو ملتونو او مقاومت دباؤ اچوی ، پوهه دې شی چې سبا د هغوئ وار ی او د درستو ستونزو مور امريكا او صهيونست رژيم دی .
احمدی نژاد دسيمې حكومتونو ته خبرداری وركړ دښمن هڅه كوی بيلا بيل مذهبی او مليتی اختلافات واچوی ، په سيمه كښې درز پيدا كړی او د ځينو په لاس يو شمير نسكور كړی .
په تهران كښې د سلواغې د ۲۲ د لاريونونو يو بل ويناوال د فلسطين د منتخب حكومت لومړی وزير ؤ .
اسماعيل هنيه په دغو دستورو كښې وويل اسلام د درست اسلامی امت د اولادونو لپاره خپله لمن پرانيستی ده ، څو د اسلامی اصولو پراساس خپل غورځنګ ته تحقق وروبخښی .
اسماعيل هنيه په آزادی ميدان كښې وويل سږكال په داسی حال كښې د اسلامی انقلاب د بريالی توب كليزه لمانځو چې په عربی هيوادونو كښې هم د اسلامی ویښتيا د بريالی توب جشنونه روان دی .
د فلسطين د قانونی حكومت لومړې وزير وويل په ايران كښې د اسلامی انقلاب له بريالی توب ، د فسلطين د مقاومت او عربی هيوادونو په پسرلی كښې هماغه پيغام او رسالت اوريدل كیږی چې ټينګار كوی اسلام د خپل اسلامی امت د درستو اولادونو په وړاندې خپله لمن پرانيستې ده ،څو د اسلامی اصولو پراساس خپل غورځنګ ته تحقق وروبخښی .
اسماعيل هنيه زياته كړه په اسلامی او عربی نړۍ كښې د بهرنيانو د هر ډول لاسوهنو په وړاندې ولاړ يو او بايد اسلامی وحدت وساتل او قدس شريف آزاد شی او د قدس د نيواكګر رژيم پرضد هم مبارزی وكړو .
نوموړی د (اسلامی انقلاب د بريالی توب ) په باب مباركی وويله او زياته یې كړه تاسو ته ډاډ دركوم چې مقاومت به بريالی شی ځكه دغه مقاومت پياوړ او نه ماتيدونكی دی ، د فلسطين خلك او ټاټوبی به آزاد شی او تاسو د ايران خلك هم په دغه بريالی توب كښې ونډه لرئ .
د ايران د مقننه قوی مشر ډاكټر علی لاريجانی هم چې په مشهد كښې یې په ننيو لاريونونو كښې ګډون كړی ؤ وويل مجاهدت د ايران دملت ژوند برخه ده او د دښمنانو ګواښونو ته كوم پام نه كوی او هیڅكله به وسله او جهاد پرې نه ږدې .
951332