IQNA

د فلسطين له اسلامی مقاومت څخه د ملتونو ملاتړ،دمقاومت د ډلو اصلی ستراتيژی ده

18:33 - February 12, 2012
د خبر لمبر: 2272911
بين المللی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فلسطين له اسلامی مقاومت څخه د ملتونو په تيره بيا د اسلامی امت ملاتړ ، دمقاومت د ډلو اصلی ستراتيژی وبلله .
د ايران د قرآنی خبری آژانس د رپورټ له مخې: د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د فلسطين د قانونی حكومت له منتخب لومړې وزير اسماعيل هنيه سره په كتنه كښې د فلسطين له اسلامی مقاومت څخه د ملتونو په تيره بيا د اسلامی امت ملاتړ ، دمقاومت د ډلو اصلی ستراتيژی وبلله او ټينګار یې وكړ په دی وروستيو كلونوكښې په فلسطين كښې برياوې او په سيمه كښې د اسلامی ویښتيا يو علت د فلسطين د خلكو او د مقاومت د ډلو د دريدا پايله ده اود الهی ژمنو تحقق او راتلونكې برياوې هم په همدغه مقاومت كښې نغښتې دی .
د نړۍ د مسلمانانو ولی الامر په ۲۲ ورځنې جنګ كښې د غزې د خلكو مقاومت او دصهيونست رژيم ماتې ته په اشارې سره زياته كړه شك نشته چې د سيمې د ملتونو او د غزې په مسئله كښې يو هیړ احساسات هم د سيمې په ناڅاپه اورشيندنې كښې اغيزمن پاتی شوی دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې په ټينګار سره چې د مقاومت د كمزورې كولو لپاره هر ډول حركت ، راتلونكی داغې كوی زياته كړه تل بايد مقاومت ته د سازباز كوونكو عناصرو د ننوتلو په اړه ځير واوسو ، ځكه ناروغی سوكه سوكه خپریږی .
هغوئ اسماعيل هنيه ته په خطاب كښې وفرمايل مونږ ستاسو او د مقاومت د نورو وروڼو په مقاومت كښې شك نلرو ، او خلك هم د فلسطين له مقاومت څخه له دې پرته بله تمه نلری .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فسلطين د كورواكه تشكيلاتو د پخوانې مشر ياسر عرفات د برخليك يادونه وكړه چې له كلونو كلونو مقاومت او محبوبيت وروسته د مقاومت له لارې د وتلو په خاطر د سيمې د ملتونو لخوا رد كړای شوی ؤ ټينګار وكړ مقاومت او ودريدا د خلكو د زړونو د جذبولو لپاره زمينه او يوه ستره زيرمه ده چې بايد وساتل شی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای په دی په ټينګار سره چې د ايران اسلامی جمهوريت د فلسطين موضوع خپله او اسلامی مسئله بولی وفرمايل ايران د فلسطين په مسئله كښې ثابت او ریښتونی دی او تل به د فلسطين د خلكو او مقاومت تر څنګ وی .
د فلسطين د قانونی حكومت له منتخب لومړې وزير اسماعيل هنيه هم د فلسطين له مقاومت څخه د ايران د ملت او حكومت ملاتړونه وستايل او د خپل حكومت دريوو ستراتيژيو ته یې اشاره وكړه .
هغه وويل د فلسطين د درستو سيمو آزادول ، په مقاومت ټينګار او د سازباز نه منل او دا چې د فلسطين موضوع يوه اسلامی مسئله ده د فلسطين د قانونی حكومت دری اصلی ستراتيژۍ دی .
951902
captcha