IQNA

د برياليتوب د يوازنۍ لارې په توګه په مقاومت باندې د احمدی نژاد او اسماعيل هنيه ټينګار

18:46 - February 12, 2012
د خبر لمبر: 2272913
بين المللي ډله: د اسلامي ايران جمهوررئيس او دفلسطين دخلكو منتخب لومړي وزير دقدس شريف او دفلسطين دټاټوبو د ازادولو د يوازنۍ لارې په توګه دمقاومت پرضرورت ټينګار وكړ .
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران ولسمشر احمدی نژاد نن په تهران كښې دفلسطين دخلكو له منتخب لومړی وزير اسماعيل هنيه سره په كتنه كښې په دې خبرې سره چې دفلسطين موضوع نړيواله موضوع ده ووئيل دفلسطين ملت داسلامی دنيا په استازی توب دصهيونيسټ رژيم دتيریګريو په وړاندې مقاومت كوی.
دايران ولسمشر احمدی نژاد دصهيونيسټ رژيم او دنړيوال صهيونيزم دملاتړو هيوادونو زياتيدونكې كمزورتيا ته په اشارې سره وويل داسلامی دنيا ټول ملتونه بايد دايران دملت په شان دفلسطينيانو ملاتړ وكړی .
دايران ولسمشر ټينګار وكړ دسلطې له نظام سره په مقابلې او هغه ته په ماتې وركولو كښې دملتونو مقاومت به په دنيا كښې دعدالت دټينګيدو سبب شی .
دفلسطين دخلكو منتخب لومړی وزير اسماعيل هنيه هم په دغه كتنه كښې دايران داسلامی انقلاب دبرياليتوب ددرې ديرشمې (۳۳) كليزې او د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه واله وسلم دنيكمرغه زوكړې په مناسبت د مباركۍ په ويلو سره دسلواغې دمياشتې د دوه ويشته (۲۲)نیټې په لاريون كښې دايران دخلكو ميليونی شتون بې ساری وباله او زياته یې كړه د ايران اسلامی انقلاب دټولو ملتونو لپاره يوه مناسبه بيلګه او په سيمه كښې دفلسطين دملت دمقاومت لپاره محكم ملاتړی دی .
دفلسطين دخلكو منتخب لومړی وزير اسماعيل هنيه په دې خبرې سره چې فلسطينيان حتی له صهيونيسټ رژيم سره دخپلو ټاټوبو په يوې لويشتې ځمكې سازباز نكوی وويل په تيرو شپيتو (۶۰) كلونو كښې تاريخی تجربې ښودلی ده چې مقاومت د قدس شريف او د فلسطين د ټاټوبو د آزادولو يوازنۍ لار ده .
951989
captcha