IQNA

صهيونيسټی رژيم د لمونځ كونكو پر مخ د مسجدالاقصی ورونه وتړل

22:20 - February 12, 2012
د خبر لمبر: 2272941
بين المللی ډله: د صهيونيسټی رژيم ځواكونو نن سهار په مسجدالاقصی باندې د يرغل په اړه د ښی اړخ د تندلاری ګوند ( ليكوډ ) د فيصلې نه وروسته د فلسطينی نمونځ كونكو لپاره د دغې مقدسې ودانۍ ورونه بند كړل.
د اردن چاپ الدستور ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: اسرائيلی پوليسو نن په يو نژاد پال سياست او په مسجدالاقصی باندې د حملې لپاره د ليكوډ نومی تندلاری ګوند د فيصلې په لړ كښې د فلسطينی لمونځ كونكو پر مخ د دغه مقدس ځائې ورونه وتړل.
له دې نه مخكښې د يهوديانو تندلاری فعالانو په مسجدالاقصی كښې د يوشمير تبليغاتی پوسټرونو په چاپولو سره ادعا وكړه چې دغه ځائې د اسرائيلو له دښمنانو څخه پاكول غواړی.
صهيونيسټی تندلارو ويب سائیټونو هم د يوې بيانیۍ په صادرولو سره اعلان وكړ: مونږ ټول ښاريز په معبد باندې د يهوديانو د بشپړ حاكميت د اعلانولو لپاره راغواړو څو د يوبل په مرستې سره دغه ځائې د اسرائيلو له دښمنانو څخه خالی كړو او د مسجدالاقصی په ويرانيو باندې د (سليمان) معبد جوړ كړو.
په همدې لړ كښې د فلسطين مفتی شيخ محمدحسين د ليكوډ نومی ګوند له خوا په مسجدالاقصی باندې د حملې بلنه يو خطرناك اقدام وباله او ټينګار ئې وكړ: د مسجدالاقصی د حرمت سپكاوی به حالات ډير خراب كړی. 952013

captcha