IQNA

په عربستان كښې د حلال بين المللی كانفرنس خپل كار پيل كړ

22:19 - February 12, 2012
د خبر لمبر: 2272942
بين المللی ډله: د حلال وړومبے نړيوال كانفرنس نن د سعودی عربستان په پلازمينه رياض كښې پيل شو.
د «Arab News»ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: په دغه كانفرنس كښې چې د عربستان د درملو او خوړو د سازمان (SFDA) په همت ترسره كیږی، د نړۍ له ٢٠ هيوادونو څخه يو شمير استازی شتون لری.
په دې كانفرنس كښې مسلمان عالمان او دانشوران د حلال خوړو د نړيوال صنعت د پراختيا او لوړاوی او د حلال محصولاتو په كيفيت باندې د ښې او يوموټې څارنې لپاره د لارو چارو په څیړلو لاس پورې كوی.
دغه كانفرنس د اسلامی نظره د حلالو خوړو د مفهوم د شفاف سازۍ او د حلال محصولاتو لپاره د نړۍ د غوښتنې د زياتيدو په دليل د حلال خوراك د اقتصادی او فنی اړخونو د وړاندې كولو په موخه ترسره كیږی.
په اوس حال كښې په نړۍ كښې تقريبا 1.8 ميليارډ كسان له حلال محصولاتو څخه استفاده كوی. 951922

captcha