د emaratalyoum خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په سل هاؤ تنه فلسطينی ښاريز په دغه مقدس ځائې باندې د تندلارو يهوديانو د حملې د مخنيوی لپاره د پرون سهار له لمانځه څخه په مسجدالاقصی كښې دننه او د دغه جومات په اطرافو كښې موجود وو.
په مسجدالاقصی باندې د حملې په هكله د ليكوډ نومی تندلاری ګوند د بلنې نه وروسته پرون په قدس ښار كښې كړكيچن شرائط رامينځته شول او د دغه ګوند غړی د خپلې دغې تندلارې فيصلې د عملی كولو لپاره دغه ښار ته داخل شول.
د ليكوډ ګوند غړی پرون سهار په ځائی وخت تقريبا ٨:٣٠ بجې باب المغاربه ته ورسيدل خو د مسجد په دننه او اطرافو كښې د فلسطينی ښاريزو د رش په وجه د اسرائيلی رژيم پوليسو هغوی دغه ځائې ته له ننوتلو نه منعه كړل. 952634