د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه رسندوئی غونډه له سوریۍ، لبنان، تركیۍ او فلسطين څخه د يوشمير ليكوالانو په شتون سره ترسره شوه.
د اسلامی تبليغاتو د سازمان د هنری برخې د بيدارۍ د ادبياتو د دفتر رئيس او د فلسطين له ولس څخه د دفاع د تنظيم لوئې مدير مجتبی رحماندوست او د اسلامی تبليغاتود سازمان د هنری څانګې د بيدارۍ د ادبياتو د دفتر منشی ناصرضرابی په ترتيب سره د دغې غونډې دبير او كوربه وو چې ضرابی د دغې غونډې په پيل كښې د ميلمنو د معرفی كولو په ترڅ كښې ووئيل: د مقاومت د حوزې له څلورو هيوادونو څخه دا پنځه ليكوالان غوره شوی دی چې په ( داستان انقلاب ) فيسټيوال كښې ګډون وكړی. 952641