IQNA

22:51 - February 14, 2012
د خبر لمبر: 2274324

حقوقی سازمانونو د پيغمبراكرم (ص) د سپكاوی كونكی ورځپاڼه ليكونكی د تبرئه كيدو غوښتنه وكړه

بين المللی ډله: يو شمير بين المللی حقوقی سازمانونو په يو دينی ضده حركت كښې د بيان د آزادۍ د دفاع په پلمه د پيغبراكرم حضرت محمدمصطفی (ص) د سپكاوی كونكی سعودی جرنلسټ حمزه كاشغری د تبرئه كيدو غوښتنه وكړه.

د CNN خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د «هيومن رایټس واچ»(Human Rights Watch) په نامه د بشری حقوقو څارونكی سازمان سعودی چارواكو ته د پيغمبر اكرم(ص) د سپكاوی كونكی سعودی ورځپاڼه ليكونكی حمزه كاشغری د سپارلو په اړوند د ملائشيا د مسئولانوله اقدام نه څو ساعته وروسته د عربستان دولت ته په خطاب كښې د بيان له آزادۍ څخه د دفاع په پلمه د كاشغری د آزادولو غوښتنه وكړه.
دغه سازمان د سعودی عربستان له چارواكو وغوښتل چې كاشغری تبرئه كړی او ادعا ئې وكړه چې دغه سعودی جرنلسټ د پيغمبراكرم (ص) په سپكاوی سره خپل شخصی اعتقادات بيان كړی دی.
د دغه سازمان د مينځنی ختیځ د برخې مديرې ساره لياويتسن هم ادعا وكړه: ملائشيا سعودی چارواكو ته د كاشغری په وركولو سره قانون ترپښو لاندې كړی دی او سعودی چارواكی هم د خپل برخورد په ډول سره د يو غير قانونی اقدام مرتكب شوی دی.
953290


captcha