IQNA

22:51 - February 14, 2012
د خبر لمبر: 2274326

د اسرائيلو عمومی افكار د نصرالله له ويناو څخه ترټولو زيات اغيزمن كیږی

بين المللی ډله: په ويناو كښې د حزب الله د غورځنګ د لوئې مدير سيدحسن نصرالله پريكنده توب او د دوی د ژمنو پوره كول سبب شوی دی چې د نړۍ د نورو سيمو په نسبت د نيواكی ځمكو عمومی افكار د نصرالله له ويناو او تفكراتو څخه ترټولو زياته اغيزه اخلی.

د بحرين د ځوانانو د فرورۍ د ١٤ د ځوانانو د ائتلاف رسمی وياندوی او د دغه هيواد د آزادۍ د غورځنګ لوئې مدير عبدالرؤف الشايب د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: د سيدحسن نصرالله د شخصيت په څیړنه كښې پكار دی ووايو چې دوی د نړۍ د هغو وړومبيو مشرانو او رهبرانو په زمره كښې راځی چې يو خاص كلامی نفوذ لری او په صادقانه توګه خبرې كوی او هغه څه چې وائی، پرې عمل كوی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: نن سبا د اسرائيلو عمومی افكار د لبنان د حزب الله د لوئې مدير ويناوو ته خاصه توجه كوی او دغه ولسی مشر په يو داسې پريكنده توب سره وينا كوی چې د صهيونيسټی رژيم ټولنه ترتاثير لاندې راولی. 953084
captcha