IQNA

په رياض كښې د قرآن د حفظ مقابلې ترسره كیږی

22:50 - February 14, 2012
د خبر لمبر: 2274330
بين المللی ډله: د قرآن كريم د حفظ د مقابلو څوارلسمه دوره د روان هجری شمسی كال د كب يا حوت د مياشتې په اتمه نیټه په رياض ښار كښې ترسره كیږی.
د «Arab News» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مقابلې به د عربستان د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت په همت او د دغه هيواد د دفاع د وزير سلمان بن عبدالعزيز په مشرۍ د يوې اونۍ په موده په رياض كښې ترسره شی.
د عربستان د اوقافو او اسلامی چارو وزير صالح آل الشيخ اعلان وكړ: دغه مقابلې هر كال د قرآن د تعليماتو د پيژندلو او په ژوند كښې د هغو د اجراء كولو په موخه د اوقافو د وزارت له خوا ترسره كيدونكې دی. 952266

captcha