د بحرين انقلابيانو پرون ددغه هيواد دپلازمينې منامې دلولو ميدان په لور تلو سره دباچا پرضد دشعارونو په وركولو سره له قدرت څخه دهغه دڅنګ ته كيدا غوښتنه وكړه .
العالم ټيلی ويژن راپور وركړ دسعودی عربستان او دبحرين دال خليفه رژيم عسكرو له پرون سهاره لولو ميدان ته په اصلی تلونكو لارو او مهمو ځايونو كښې ديره كيدا سره هڅه وكړه دغه چوك يا ميدان ته دانقلابيانو دورتلو مخه ونيسی .
دبحرين انقلابيان دال خليفه رژيم دعسكرو او دعربستان دنيواكګرو پوځيانو لخوا له غوره شويو امنيتی تدبيرونو سره سره وتوانيدل چې لولو ميدان ته ورسیږی خو دبحرين او عربستان عسكرو ورباندې حملې وكړې .
عينی كتونكو وويل چې دبحرين او سعودی عربستان پوځيانو په دوو ښاريزو زغرګادی وخيژول چې له كبله یې دبحرين دغه دوه ښاريز ووژل شول .
دبحرين انقلابيانو دسپينو كفنونو په اچولو او دال خليفه رژيم دنسكوريدا په شعارونو وركولو سره دانقلاب دهدفونو لپاره دخپلو ځانونو دقربانولو لپاره خپل چمتووالی اعلان كړ .
دسعودی عربستان او بحرين دعسكرو په يرغل كښې دبحرين يو شمير انقلابيان ونيول شول او نامعلوم ځاې ته منتقل كړی شول .
دبحرين او سعودی عربستان نيواكګرو پو ځيانو دبحرين په يوشمير ښځينه انقلابيانو چې لولو ميدان ته رسيدلی وې حمله وكړه .
په لولو ميدان كښې دبحرين دسړيو له شتونه وروسته ښځې هم دال خليفه رژيم له ډيرو خنډونو سره سره په دغه ميدان كښې له مظاهره چيانو سره يوځاې شوې .
دبحرين ديكتاتور رژيم دغه راز له يو بل سره دخلكو دارتباط دمخنيوی لپاره په هيواد كښې داينټرنیټ چينل او موبايل ټيلی فونونه غوڅ كړی وو چې دمظاهرو دپراخيدا مخه ونيسی .
النيل ټيلی ويژن چينل دبحرين دخلكو دپرونيو مظاهرو په اړه راپور وركړ مظاهره چيانو نيت درلود چې ځانونه لولو ميدان ته ورسوی چې تير كال دبحرين دخلكو داعتراضونو مركز وو .
دغه ټيلی ويژن چينل وويل دبحرين او عربستان پوليسو او عسكرو له مظاهره چيانو سره په نښتې كښې له اوښلن ګازونو او غږيزو لاسی بمونو كار واخيست .
دغه راپور زياتوی دغه مظاهرې دبحرين په شمال كښې دحكومت دمخالفو سياسی ګوندونو او دكورنيو چارو دوزارت په اجازې سره پيل شوې خو دبحرين دكورنيو چارو وزارت ادعا وكړه چې دپرون ورځې مظاهرې په امنيتی ځواكونو دانقلابيانو دحملې په دليل له خپل سوله ايز چوكاټه ووتې .
داپه داسې حال كښې دی چې دبحرين انقلابيانو په سوله ايز ډول مظاهرې كولې چې حكومتی عسكرو ورباندې سختې حملې وكړې .
دتير ميلادی كال په فرورۍ او مارچ مياشتو كښې هغه وخت چې خلك په بحرين كښې دډيموكراسۍ دټينګيدا لپاره واټونو ته راووتل امنيتی ځواكونو ولسی مظاهرې او اعتراضونه په سخته وځپل .
دبشری حقوقو دكميسيون دراپور پراساس دتير ميلادی كال له فرورۍ مياشتې تر نومبر مياشتې پورې دبحرين دامنيتی ځواكونو دتاوتريجنو ځپنو او حملو په نتيجه كښې ۴۶ كسان وژل شوی دی .
خو دبحرين ځينو اعتراض كونكو دحكومتی عسكرو لخوا دوژل شويو كسانو شمير شپيته تنه اعلان كړی دی .
دبحرين دانقلابيانو پرضد دتاوتريخوالی په زياتيدا سره دنورو هيوادونو سياسی او مذهبی شخصيتونو دال خليفه رژيم دجنايتونو په غندلو سره له دغه رژيمه وغوښتل چې دخلكو حقه غوښتنو ته مثبت ځواب وركړی .
ديمن دګډې كتنې په نوم دغورځنګ يوه مشر نايف قناص دبحرين رژيم دځپونكو سياستونو په وړاندې دبحرين له مقاومت كونكی ملت سره ديمن ددغه غورځنګ پيوستون اعلان كړ .
هغه وويل دبحرين انقلاب په سوله ايز ډول پيل شوی او په خونړی توګه ددغه انقلاب له ځپل كيدا او دعربستان دنيواكګرو پوځيانو له لاسوهنې سره سره هماغه راز سوله ايز پاتې شوی دی .
دانګلستان دپارلمان غړی نظير احمد هم په بحرين كښې دبشری حقوقو په خلاف ورزۍ او دخلكو په ځپنې نيوكه وكړه او ویې ويل له قانونی اجازې پرته په بحرين كښې دسعودی عربستان دعسكرو شتون دبشری حقوقو دخلاف ورزۍ دموردونو دزياتيدا او دقتل او ويرې دپراختيا سبب كیږی .
دعراق په پارلمان كښې دقانون دحكومت دائتلاف غړی عدنان السراج هم وويل دبحرين انقلاب به په نهايت كښې بريالی شی ځكه چې دبحرين خلكو ثابته كړی ده چې دال خليفه رژيم له ځپنې سره سره به دخپل نظر وړ هدفونو ته تر رسيدا پورې دلارې له دوامه پیښمانه نشی .
953501