IQNA

د اماراتو د «رأس‌الخيمه» په نندارتون كښې د قرآن خادمان معرفی شول

21:24 - February 15, 2012
د خبر لمبر: 2275055
بين المللی ډله: په اماراتو كښې د «رأس‌الخيمه انعام» په نامه د قرآن كريم د سراسری مقابلو د دولسمې دورې د نندارتون د جوړولو مسئولانو د دغه نندارتون ترڅنګ په اسلامی نړۍ كښې د قرآن د خادمانو د معرفی كولو اقدام وكړ.
د اماراتو چاپ «الاتحاد» ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه نندارتون چې د راس الخيمه ښار په القواسم نومې سواحلو كښې د اماراتو د راس الخيمه نومې د قرآن كريم د مقابلو د دولسمې دورې ترڅنګ د روانې سلواغې د مياشتې له ٢٠ نیټې نه پيل شوی دی، د دغې مياشتې تر ٢٧ پورې دوام لری.
د دغه نندارتون ( قرآنی څيرې ) نومې برخه د اماراتو او عربی او اسلامی نړۍ د هغو معاصرو او پخوانيو شخصيتونو معرفی كولو ته بيله شوې ده چې د قرآن په خدمت كښې ئې د وحی د دغه كلام په نشر، حفظ، تفسير او چاپ كښې فعاليت او كار كړی دی. 953255
captcha