IQNA

صهيونيسټی رژيم په نابلس كښې د اذان خپرول ممنوع اعلان كړل

21:23 - February 15, 2012
د خبر لمبر: 2275057
بين المللی ډله: د صهيونيسټی رژيم سترې محكمې د يو حكم په صادرولو سره د نابلس ښار خواته په بورين نومی كلی كښې په نوی جوړ شوی جومات كښې د بانګ خپرول ممنوع اعلان كړل.
د «CPI»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د صهيونيسټی رژيم سترې محكمې د روانې سلواغې د مياشتې په ٢٤ نیټه په يو حكم كښې اعلان وكړ چې د (بورين) د جومات متوليان په لاؤډسپيكر باندې د بانګ د خپرولو حق نه لری او په كار دی چې د ګلدستو او فانوسونو رڼاګانې هم بندې كړی.
دغه حكم ټيك په هغه وخت صادر شو چې مسلمانانو د دغه جومات د جوړيدو د كار د ختميدو نه پس په دغه جومات كښې د خپل وړومبی د جمعې د لمونځ د ترسره كولو اراده درلوده.
صهيونيسټی رژيم ادعا كوی چې د دغه جومات جوړول غيرقانونی دی او د قدس د نيواكګر رژيم د چارواكو له اجازې پرته جوړ شوی دی.
د وئيلو ده چې صهيونيسټی رژيم له دې نه مخكښې هم په بورين كلی كښې د سلمان فارسی په نامه دغه جومات باندې په حملې سره په نيواكی ځمكو كښې د دغې عبادتی ودانۍ د جوړيدو مخه نيولې وه. 952981

captcha