د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی ر امين مهمان پرست نن له ايرنا سره په مركه كښې د صهيونست غاصب رژيم د وروستيو ادعاګانو په اړه وويل ،د تايلينډ او هندوستان په شمول هيوادونو كښې په ترهه ګرو پیښو كښې په لاس درلودلو د ايران تورنول ، هغه دسيسې دی چې صهيونستان یې تعقيبوی .
د ايران د خارجه وزارت ځانګړې سلاكار وويل ددغو تورونو له مطرحولو د قدس د نيواكګر رژيم اصلی هدف په ترهه ګرو اقداماتو په تيره بيا د ايرانيو پوهانو په ترور كښې د خپلی حقيقی څيرې پټول دی .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی زياته كړه په سيمه كښې د اسلامی ویښتيا بهير ته په پام سره له ايرانه د نورو د ويرولو د طرحې په چوكاټ كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د څيرې خرابول ، دصهيونستی نيواكګر رژيم نور هدفونه دی .
مهمان پرست وويل د نړۍ د هيوادونو عمومی افكار د صهيونست رژيم جنايتكارانه ماهيت ډير ښه پيژنې او دغه رژيم چې په نړۍ كښې د بيلا بيلو چاودنو ، د ايرانيو ، لبنانيو او فلسطينيو مشرانو د ترور عامل پيژندل شوی دی د حكومتی ترهه ګرۍ پيلونكی او دوام وركونكی دی.
953761