IQNA

د مشهور امريكای ډاريكټر اوليور سټون زوی مسلمان شو

19:16 - February 16, 2012
د خبر لمبر: 2275378
نړيواله ډله: د امريكا د هاليوډ مشهور ډايركټر اوليور سټون تازه مسلمان شوی زوی، د دې خبرې په كولو سره چې اسلام د عدالت او برابری دين دې، تينګار وكړ، د دغه الهی دين ليدتوګې هغه ډير مشكلات چې لويدیځ او امريكا ورسره مخامخ شوی دی، ختم كړی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د امريكا د هاليوډ مشهور ډايركټر زوی ښاغلی شين سټون پرون اسلام قبول كړ او ځا ن لپاره یې د علی نوم غوره كړ.
ده هم دا راز وويل چې د لويدیځ او امريكا ډير مشكلات د پا نګونې نظا م له امله رامينځته شوی دی . دغه امريكای ښا ريز پر دې په تينګار سره چې اسلام د عدالت غوښتنې دين دې، جو ته كړه پر لويدیځ واكمن د پانګونې نظام له روحانيته خالې دې او په همدې دليل یې د لويدیځ د خلكو مشكلات دوه چنده كړ ی دی.
دغه مسلمان امريكای ډاريكټر د ليبراليسټی او پانګونې نظام پر ضد د امريكا د خلكو اعتراضونو ته په اشارې سره وويل له بده مرغه ډير اعتراض كونكی هم د توحيدی دينونو او په سر كې یې د اسلام له ليدتوګو د نه خبرتيا په دليل خپل هدفونه نشی اجرای كولې.
هغه هم دا راز اسلام ته د ګروهنې په اړه وويل زه په په يوې داسې كورنۍ كې پيدا شوې يم چې له يوې خوا عيسايی او له بل لوری يهودی ده، نو ځكه زما لپاره دا چې حضر ت محمد (ص ) د يوه پيغمبر په توګه ؤمنم ډيره ساده ده.
سټون جو ته كړه زه د تاريخ محصل يم ، او د اسلام د تاريخ او د دغه الهی دين د ليدتو ګو په جا ج سره ، په دې پوهه شوم چې اسلام د بشريت د نيكمرغۍ سبب كيدلې شی . هغه د دې خبرې په كو لو سره چې اسلام له خداوند متعال سره د انسان واټن نږدې كو ی او هر وخت چې جو ما ت ته ورځم نو يو خاص روحانی حالت پيدا كو م او له دې وروسته د فعاليت د دوام لپاره ډيره انرژۍ لاس ته راوړم . دغه امريكای ډاريكټر دې ته په اشارې سره چې د الهی دينونو د پيروانو له دژونده د مستند فيلم د جوړولو لپاره یې د ايران اصفهان ته سفر كړې دې ، زياته كړ ه زما لپاره ډيره جالبه وه چې د الهی دينونو پيروان حتی هغه دينونه چې له يهودو او عيسايت دينه هم بهر دی ، په اصفهان ښار كې له كومه مشكل پرته ژوند كوی او له ازادۍ او د ښاريزو له برابرو حقوقو برخمن دی.
هغه ټينګار وكړ د لويدیځ او امريكا د تبلغاتو په اپو ټه په ايران كې د الهی دينونو پيروان بشپړه ازادی لر ی او ما دغه موضوع له ډير نږدې وليدله او په اصفهان ښار كې مې په دې اړه له ديرو ښاريزو سره خبرې وكړ ې . سټون د لويدیځو هيوادونو هنرمندانو او خبريالانو ته په خطاب كې چې ايران د الهی دينونو د پيروانو په محدودلو تورنوی ، وويل له تاسو غواړم چې زما په شان ايران ته سفر وكړ ې او له نږد ې په دغه هيواد كې د بيلابيلو دينونو د پيروانو ازادی وګور ې او د سياسی لانجو تر اغيز لاندې ما ورځې .
د مشهور امريكای داريكټر اوليور سټون زوی ، وويل هغه بهرنی خبر يالان چې د الهی دينونو د ازادی په اړه دروغ وايی ، بايد د هغو عمومی افكارو په وړاندې چې له نږدې یې د ايران ټولنه ليدلی ده ، ځواب ووايی.
سټون پرون د ايت ا... محمد ناصری دولت ابادی په كور، د كلمې په ويلو سره مسلمان شو او ځان لپاره یې د علی نوم خوښ كړ.
953491
captcha