IQNA

د اماراتو د قرآن د سراسری مقابلو له غوره كسانو څخه نن قدرونه كيدونكې ده

22:25 - February 16, 2012
د خبر لمبر: 2275400
بين المللی ډله: د ( راس الخيمه انعام ) په نامه د قرآن كريم د سراسری مقابلو د دولسمې دورې د غوره كسانو قدرونه نن په راس الخيمه كښې په يولړ مراسمو كښې كیږی.
د اماراتو چاپ الانتقاد ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآن خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مراسم نن شپه د راس الخيمه د واكمن «شيخ سعود بن صقر القاسمی» په څارنې سره د دغه ښار د فرهنګ، ځوانانو او د ټولنې د پراختيا د وزارت د فرهنګی مركز په سالون يا هال كښې ترسره كیږی او په دغو مراسمو كښې به د راس الخيمه د قرآنی مقابلو د دولسمې دورې غوره كسانوته ارزښتناك انعامونه وركړې شی.
د راس الخيمه انعام نومې د قرآن د مقابلو لوئې مدير «شيخ عمر‌بن عبدالعزيز القاسمی» څرګنده كړه: د دغو مقابلو په دولسمه دوره كښې د اماراتو د دولتی او غيردولتی ښونځيو او د قرآن كريم د زده كړې له مركزونو څخه ٨٠ كسانو برخه اخيستې وه. 953898

captcha